Banner

په چيلي کې زلزلې سخت زيانونه اړولي دي

28.02.2010 09:34

د چيلي مقامات وايي، د زلزلې سخت او وروستۍ ټکان چې د جنوبي امريکا دغه هېواد يي تېره ورځ ولړزاوه څه د پاسه 700مړه کړي دي.

دغه زلزله چې د ريختر په درجه اته عشاريه اته ثبت شوې له پايتخت سنتياګو څخه درې سوه کيلو متره جنوب لويديځ کې شوې ده.

د زلزلې دغه ټکان په ارام سمندر کې د سونامې څپې اوچتې کړي دي چې له امله يې ساحلي سيمې له خلکو تخليه شوي او د سمندر د غاړې پروتو هېوادونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

د جاپان او روسيي په ساحلي سيمو کې خلکو ته د وتلو امر کيږي او اندېښنه ده چې د سونامې څپې دغو دواړو هېوادونو ته ورسيږي.

که څه هم چې په چيلي کې د زلزلې له امله د رامنځته شوو زيانونو سمدستي او بشپړه اندازه لا نه ده څرګنده خو دغه ټکان ودانيو ،لويو لارو او پلونو ته زيان اړولی دی او له امله يي د سنتياګو نړېوال هوايي ډګر هم تړل شوی دی.

د چيلي ولسمشرې بيچيلټ چې د هيواد په مرکزي برخه کې يې ناورين اعلان کړ خبريالانو ته وويل:

(زه غواړم خلکو ته ووايم، چې ارامه اووسي زلزله د طبيعت يوه برخه ده او موږ غواړو چې خلک ارامه وي او صبر وکړي او زه ډاډ ورکوم، چې د ژغورنې ډلې کار کوي.)

امريکا او اروپايي ټولنې د مرستې پیشنهاد کړی خو د چیلي ولسمشرې ويلي هېواد يي له دغه مصيبت سره د مقابلې لپآره بهرنيو مرستو ته اړتيا نه لري.

د ازادۍ راډيود ويبپاڼې  څخه په مننه


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.