Banner

وچکالي

07.09.2011 05:09

يادونه : څو کاله دمخه، په پيښور کې ، د يوې نړيوالی راډيو  خبريال رانه هيله وکړه چې موږ سره د وچکالۍ په اړه يوه مصاحبه وکړه . ما ورته په ځواب کې وويل ، ددې له پاره چې موضوع مو يو څه  علمي څيړلي وي ، ښه به داوي تاسو راته  خپلې پوښتنې ليکلې   راوليږی چې زه پرې لومړی څيړنه وکړم او بيا تاسو ته مناسب ځواب ووايم ، هغوي هم راسره ومنله او خپلې پوښتنې يې  ليکلې  راوليږلې او ما هغه وخت  ورته داسې ځواب ورکړې وو . دا چې موضوع يو څه علمي او مسلکي ده زړښت نه لري نو ځکه مې اړينه  وګڼله چې ديو علمي سند په توګه يې په نيټ کې خوندي کړم .

دپلوم  انجنير ستانه مير زهير

وچکالې

پوښتنه : ستاسو په نظر د وچکالی اصلی لاملونه څه دی؟

ځواب : وچکالي په طبعت کې د يو کل په حيث په هرو ٣٠ يا ٢٥ کلونو کې يو ځل تکراريږی او د تودوخی د شدت له مخی ٤ يا ٥ کاله دوام کوي. په عمومی ډول د وچکالی لاملونه ډير دی چې د هغې جملی څخه يې د يو څو يادونه کولی شو.

  • د لمر په سطحه کې چاودنی
  • د اوزون د طبقی ويجاړی
  • د صنايعو تراکم او ډير والی او له هغو نه توليد شوی تودوخه.
  • زروی چاودنی، چې بيلګه يې په سيمه کې، د هند، پاکستان او کوريا اتومی چاودنی يادولی شو.
  • د سون د موادو څخه زياته استفاده لکه ډيزل، ډبرد سکاره لرګی او نور.
  • لمريز بادونه چې د لمر سترګی په سطخی پوری اړه لری.
  • په ايونو سفير کې په هيليوم باندی د هايدروجن بدلونونه.
  • د جاذبی قوی په سستم کې تغيرات او بدلونونه.

دا هغه لاملونه دی چې په طبعت شته او ورځ په ورځ د ځمکی په اقليم باندی خپلی اغيزی کوي. يوه خبره بايد له پامه ونه غورځو د طبعت ټولی برخی هغه که غرونه دی، که د ښتی، ځنګلونه دی ا وکه ابادی ځمکی ټولی يو د بل سره دځنځير د کړيو په شان تړلی دی په يوه کې لاس وهنه او تغير په بله برخه نيغه اغيزه لری.

موږ ګورو چې چې دعصری او مډرنی ټکنالوژی په مرسته هره ورځ د انسانی فعاليتونو له امله په طبعت کې لاس وهنی کيږی په ميلونو نو هکتاره وچې دښتی په ابادو ځمکو بدليږی. په ميلونو هکتاره ځنکلی برخی له منځ ځی او په ځای د کرهنی ځمکی او يا کورونه اباديږی، هره ورځ په ملياردونو متره مکعبه خاوره دکانالونو، سر کونو او بندونو د جوړلو له امله له يوه ځايه بل ځای ته انتقاليږی ، دغه ټول انسانی فعاليتونه دځمکی د کری په اقليم ژوره اغيزه لری.

زما له نظره که بشريت په خپلو فعاليتونو کې دمعفوليت لاره خپله نه کړی، په پوره ډاډ ويلی شم چې په راتلونکو کلونوکې به زړه بوږنونکی حالات په خاورينه کره کې رامنځ ته شی.

پوښتنه : ستاسو په نظر په افغانستان کې د وچکالی اصلی لاملونه څه دی ايا دا په سيمه پوری تړلی ګڼی او که ځانګړی ده.

ځواب : زما په نظر په افغانستان کې و چکالې په دواړو حالتونو کې مطالعه کولی شو.

د بيلګی په توګه: کله چې په ١٩٩٦ او ١٩٩٧ م کلونو کې د لومړی ځل له پاره په افغانستان باندی د وچکالی وزری وغوړيدی نو دا يوازی په افغانستان کې نه وه، بلکی د سيمی هيوادونه يې لکه ايران، پاکستان او هند يې تر خپلی اغيزی لاندی راوستی و. خو افغانستان يې تر ټولو زيات ځکه اغيزمن کړ چې نور هيوادونه دخپلی اقتصادی وړتيا له امله يې ځای په ځای مقابله کولی شوه خوله بده مرغه افغانستان چې د کلونو جګړو ځپلی، د خپل ولس سره يې هيڅ ډول مرسته ونه شوه کړه، له همدی امله په لکونو خلک له خپلو سيمو بی ځايه شول او هغه سيمو ته يې کډی وکړی چې هلته حد اقل د څښاک د اوبو غړپ پيدا کيده. ورسره سم په لکونو څاروی مړه شول او د افغانستان زراعت او مالداری دواړو ته سخت زيان ورسيده.

د ٢٠٠٢ کلونو په بهير کې زموږ په هيواد کې يو څه ورښت وشو، خلک اميد واره شول چې د وچکالی څپه ګوندی پای ته ورسيده خو په ٢٠٠٥ او ٢٠٠٦ کې اورښت بيا حد اقل ته را ټيټ شو او دادی بيا د وجکالۍ څپه را خپره شوې ده .

پوښتنه : طبعی خبره ده چې دکليو دخلکو ژوند په کرنه او مالداری متکی دی او دو چکالی له امله هغوی زيات زيانمن کيږی. تاسو په ښارونو د وچکاليو اغيزو ته په څه نظر ګوری؟

ځواب : زما په نظر زه په ښارونو د وچکالۍ راتلونکی اغيزی ډيری خواشينی کوونکی بولم. د مثال په توګه لری به نه ځو، دکابل حال به وګورو، په دی ورستيو څلورو پنځو کلونو کې که د کابل ښار څيرې ته وګوری نو بيخی بدله شوی ده. د کابل د ښار شنې سيمی او دکرنی ځمکی دهری ورځې په تيريدو په ودانيو او کورونو بدليږی، دغرولمنی دخيرخانی د کوتل نه نيولی دمرنجان تر غونډۍ پوری ټولی د زرو او زوروا کانو له خوا په کورونو بدلی شوې، په دغسی شرايطو کې چې نه شين پارک وی او نه هواره ځمکه او هر څه دکورونو ودانۍ ونيسی. نو څه فکر کوی چې دکابل دځمکی لاندی اوبه به له کومه ځايه تغزيه شی.

همدا اوس د کابل د ښار د ځمکی لاندی اوبو زيرمه چې پخوا به2-3 مترو په شاوخوا کې وه،اوس شلو مترو ته ټيټه شوی، نو که ديوی خوا ورښت نه وی، د بلی خوا، ورځ په ورځ د ځمکی لاندی اوبو د زيرمو د تغزيی سيمی له منځه ځی نو زه په ډاډ سره ويلی شم په راتلونکې کې به کابل د پلازمينې حيثيت د لاسه ورکړي

له يوې خوا د وچکالۍ څپه او له بلې خوا په هيوادکې ديرش کلنی جګړی دواړو زموږ دملت په ستونی منګلوی ښخی کړی دی. د نړيوالو مؤسسو د راپورونو له مخې د ١٣٦٧ نه تر ١٣٨٠ کلونو تر منځ د ٤٠ نه تر ٦٠٪ د ځمکی د مخ اوبه کمی شوی دی نو طبعاً د ځمکی لاندی اوبه هم په همدی اندازه کمی شوی دي. د مثال په توګه: که موږ د قرغی بند، غازی بند، سراج بند او خر واربند ته نظر وکړو او هغه د پخواينو کلونو سره پر تله کړو نو بياموږ پوهيږو چې زموږ په هيواد کې د وچکالې کچه څومره ده ځکه دغو بندونو اوبه يا کمی شوی او يا هم بيخی وچی شوي دي.

که موږ د ١٣٧٨ او ١٣٨٠ کلونو تر منځ را پورونه وګورو نو زموږ دهيواد ١٤ ولايتونه وچکالی سخت ځپلی و چې له هغې جملی نه کنړ، نورستان، لغمان، کندهار، نيمروز، فراه ، غزنی، ننګرهار، کابل، کاپيسا، وردګ، پکتيکا ، باميان او لوګر ولايتونه و. په دی ټولو کې د کندهار ، فراه ، نيمروز او لغمان ولايتونه وجکالۍ ډير ځپلي دي .

پوښتنه : که دا ومنو چې زموږ هيواد بيا د وچکالی سره مخ دی نو تاسو په هيواد کې په عمومی ډول د اوبو زيرمو ته په کوم نظر ګوري؟

ځواب : که په کلی ډول ووايو افغانستان يو غرنی هيواد دی د دريو نه يې دوه په برخې غرونو نيولی اوبوه برخه يې څه نا څه همواره ده.په غرنی هيواد کې طبعاً لوړی ژوری او نشيبونه زيات وي، کله چې باران وريږی، د دې په ځای چې اوبه دځمکی ژوروته ننوځی ، د تندو نشيبونو له لاری سيندونو ته ځان رسوی او سندونه خو تاسو ته معلوم دی چې تقريباً ټول زموږدهيواد له خاوری وځی او بهرنيو هيوادونو کې تويږی. نو په دغسی شرايط کې طبعاً زموږ د هيواد د اوبو زيرمې خورا کمی دی.

په افغانستان کې عموماً د ځمکی لاندی اوبو څخه د کاريزونو،  چينو او څاه ګانو له لاری ګټه اخيستل کيږی خو له بده مرغه موږ ګورو چې د ورستيو وچکاليوله امله د ځمکی لاندی اوبو سطحه خورا ټيټه شوی ده او زياتره کاريزونه او چينی وچی شوی دی. او د بلی خوا د اوسنی ټکنالوژی لکه واټرپمپونو په مرسته د ځمکی لاندی اوبو زيرمې په غير عادلانه توګه راويستل کيږی،او د هغو د مخنيوي له پاره هيڅ ډول قانون او کنترول نه شته

د بيلګې په توګه : موږ ګورو په تيرو دری څلور کلونو کې دکابل ښار په بيلابيلو برخو کې د بهرنيو موسسو له خوا په سلګونو ژور ځاګان کيندل شوی خو د يوکال په تريدو هغه بيرته وچ او له کاره لويدلی دی ، علت يې دا دی چې په کابل کې د ځمکی لاندی اوبو سطحه په چټکی ښکته لويږی. او د بيا تغزيې مجرا يې نه شته.

پوښتنه : نو ستاسو په نظر دکابل د ځمکی لاندی اوبو د زيرمو دخوندی ساتلو له پاره څه کول په کار دی.

ځواب : زما په نظر تر ټولو غوره او مهم کار دادی چې په کابل کې ټولی هغه شنی سيمی او پارکونه چې د ماسټر پلان له مخی په کابل کې په ګوته شوی،هغه له ودانيو پاکی شی ، ډير ه زياته پاملرنه دې وشی چې دکرنی سيمی په ودانيو او د استوګنی په کورونو بدلی نه شی. بله مهمه خبره داده چې د قرغی، او غازی بندونو پاکوالی ته زياته پاملرنه واړول شي ، ځکه دهمدغو بندونو د اوبوله لاری دکابل د ځمکی لاندی اوبو زيرمی زياتی تقويه کيږی. خلکو ته بايد پوهه اومعلومات ورکړل شی چې دځمکی لاندی اوبو تغذيه ډيره ورو او بطی ده، نوپه کار دی چې په استهلاک او مصرف کې هم ډيره زياته صرفه جوی وشی. او د اوبو د بی ځايه لګولو څخه په کلکه ډډه وشی.

البته دا کارونه يوازی په خبرو او فرمانونو نه ترسره کيږی بلکی يو قانون اوعملی پاملرنه ورته په کار ده.

 

 

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.