Banner

حاجيگك

23.03.2015 17:09
حاجيګک
د افغانستان د غرونو هغه لړۍ چې کوه بابا نومېږي، د هند د سمندر نه راپورته شوي دي. ميلونونه کاله پخوا د سمندر په تل کې د سونامي يا زلزلي له کبله زمکه دومره پورته شوه چې دا غرونه ترې جوړ شول.
دلته د اوسپنې له زېرمو پخواني خلک هم خبر وو او “دره فولادي” په نوم يې يادوو. د دې درو تر منځ شاوخوا ۲۳۷ کلوميټره لاره د واورو له کبله زيات وخت بنده وي. يو روايت دا دی چې په دې لارې شوکې هم کيدې او چې څوک به ورباندې خوندي تېرشول نو وړوکی حاجي يا “حاجيګک” يې بللو.
بودایي راهبان په دې لاره د باميانو او د سمنګانو خانقاوته ورتلل چې يو ځای د کوه حاجي کشتن نه تخت رستم ته او شيبر درې ته لارې وتلې وې. د شېبرلاره د حاجيګک د سړک نه زياته خوندي ګڼل کېده، سره له دې چې د حاجيګک په لاره بې شمېره واړه واړه کلي دي.
د امان الله خان د حکومت پر وخت د جرمني له خوا لومړۍ سروې کې معلومه شوه چې حاجيګک د اوسپنې لویې زيرمې لري. د لومړي نړیوال جنګ ( ۱۹۱۴– ۱۹۱۸ م) پر وخت هغوی د اوسپنې د ويستلو هڅه وکړه خو انګرېزانو يې مخه ونيوله. په ۱۹۶۰ م کلونو کې روسانو هم پلان جوړ کړو خو موقع يې پيدا نکړه. په ۱۹۷۲ م کې يو فرانسوي الماني کمپنۍ پخپلې مطالعې کې وړانديز وکړو چې دلته به يوه بټۍ ولګوي چې اوسپنه پکې ويلې شي او دغسې د اوسپنې اود فولاد د جوړولو کار به يو ځای کوي. يو وخت داسې پلان هم جوړ شو چې له دې ځايه ويستل شوې خامه اوسپنه به د پاکستان کالاباغ ته وړل کېږي چې د هغه ځای په کارخانه کې تصفيه شي. دا پلان هم پلې نشو او دا کانونه همدغسې پاتې شول.
دلته د لوړو غرونو او د ناامنيو له کبله د اوسپنې راويستل ګران ښکاري خو اوس دومره وسايل شته چې دا کار يې شونی کړو. په۲۰۰۶ م کې د حاجيګک نه د ۲۳ ميليونو ټنو نه زياتې اوسپنې د موندلو اټکل وشو او دوه ډوله ده چې يوه يې اوکسيډايز ده او بله يې نيمه اوکسيډايزده.
د حاجيګک د اوسپنې کان ۳۲ کلوميټره کې غځيدلی دی او ۱۶ زون (ساحې) لري چې هر يو يې ۵ کلوميټرو نه تر نهه کلوميټرغځېدلي دی. دلته په تيږه کې د اوسپنې ۱۶ رګونه دي چې هر يو يې ۳ کلوميټره اوږد دی. دا په زمکه کې ۵۵۰ ميټر ښکته دی او ۷ کانونه داسې هم دي چې په تفصيل سره يې سروې شوې ده. د اوسپنې سره سره دلته نور منرالونه هم موندل کېږي چې يو پکې زرغون مرمردي. د حاجيګک نه علاوه، په دره نيل، خيش، زيرک، خرکيزه، سرخ پارسا کې هم د اوسپنې نښې شته.
د دې اوسپنې نه به انسانان هله ګټه واخلي چې جنګ بند شي.
صفيه حليم