Banner

جون د ١٤ نيټې زلزله کې مرګ ژوبله

17.06.2008 14:25

 2008 ,14 جون
په هغې زلزله کې چې دجون په ١٤ نيټه جاپان کې را غلې وه  درې کسان  وژل شوي  دي . د جاپان چارواکو ويلي د دې هېواد په شمالي برخه کې اووه درجې زلزله شوې چې له امله يې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي .

جاپاني چارواکو ويلي چې يو کس هله ووژل شو کله چې له خپلې ودانۍ نه د منډې په حالت کې و او له موټر سره ټکر شو .

د چارواکو پروينا د جاپان حکومت د بېړنيو پېښو لپاره مرکزونه هم جوړ کړي دي .

د امريکا د يوه جيولوجيکي مرکز د احصايي پروينا، دغه زلزله د جاپان د سينداى ښار په شمالي سيمه اکيتا کې د ١٠ کيلومتره ژوروالي په درلودلو سره شوې ده .

د جاپان د چارواکو پروينا په دغه زلزله کې د دې هېواد دوو موجوده اټومي بټيو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى .

د زلزلې له کېدو وړاندې پوهانو د زلزلې د کېدو خبر ورکړى و .

د NHK تلويزيون د دغې ٣٠ ثانيې زلزلې عکسونه هم خپاره کړي دي، چې د سينداى په ښار کې د پټو کامرو له خوا اخيستل شوي ول چې ودانۍ پکې لړزول کېدې
د بي بي سي نه په مننه