Banner

په هيواد کې زلزلې او د خلکو انديښنې

24.07.2008 13:37

ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
 په هيواد کې  زلزلې 
                  او د خلکو انديښنې او وسوسې

د ١٣٨٥ ل کال په ژمی کې،  يوې خونړۍ زلزلی، د ايران د بم ښار، څه نا څه ديرش زره   اوسيدونکی ووژل ،ددې  بشری ناورين نه،  څو ورځې وروسته  زموږ د هرات په ښار کې هم بيلا بيلو اوازوداسې  ويره او ترهه خوره کړه چې  چا به ويل نن زلزله راځی او چا به ويل سبا!  همدغو ناسمو  اوازو د هرات ښاريان مجبور کړل چې د ژمې يخې او سړې شپې تر شنه اسمان لاندی په  سپيرو ډاګونو کې سبا کړی. خو هيڅ مرجع نه وه چې ددغو اوازو مخه يې نيولې وای او خپل هيوادوال يې له دغو ستړو او ستومانيو څخه ژغورلي وای . سره له دې چې علم او ټکنالوژۍ ډير پرمختګ کړی خو بيا هم د زلزلې د وړاند وينې له پاره  تر اوسه داسې څه نه شته چې هغه  بشريت له دغه سترطبعي  مصيبت څخه وژغوري .کيدای شي همدا اوس چې تاسو دا ټکي لولی زلزله پيښه شي او کيدای شي تاسو يې په خپل ټول عمر کې هم احساس نه کړی .   همدارنګه د ١٣٨٦کال د حمل په ١٤ نيټه چې يوی سختې زلزلې د شپې په دوه بجو  زموږ د هيواد زياتې سيمې و لړ زولی نو سهار د هر هيواد وال په زړه کې دا هيله وه چې د بيګانۍ زلزلې په اړه  پوره معلومات تر لاسه کړي. خو له بده مرغه  بيا هم هيڅ داسې يو علمی مرکز نه و چې زموږ  د هيواد والو  د غواندښنو او وسوسو ته يې سملاسي ځواب ويلی وای . تر څو يوې نړيوالې راډيو د پيښور ښار د زلزلې پيژندنې علمي مرکز سره اړيکي ونيول او زموږ د هيوادوالو د خبرتيا له پاره يې داسې خبر خپور کړ : بيګانۍ زلزله د ريختر په مقياس ٦.٨ درجې وه او مرکز يې د بدخشان په سيمه کې وه . ددې خبر په اوريدو دهيوادوالو يو څه تسلي وشوه .  افغانستان د نړۍ د زلزله لرونکو سيمو په يو فعال کمر بند کې پروت دی څومره زلزلې چې د سيمې په هيوادونو کې منځ ته راځی، د هغو مرکز عموماً زموږ د هيواد، د هندوکش په غرونو کې وي .

 پوښتنه پيدا کيږي چې په دغه ډول يو حساس موقعيت کې  ايا ولی موږ د زلزلې پيژندنې يو علمی مرکز نه لرو؟
ځواب يې که په تاريخی لحاظ و څيړو نو ويلی شو چې موږ لومړی د کابل پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی او وروسته بيا د افغانستان په علومو اکاډۍ کې د زلزلې پيژندنی يو فعال مرکز در لود. خو کله چې په هيواد کې د ډاکټر نجيب رژيم سقوط وکړ نو ورسره سم ددغه علمی مرکز د زلزلې د اندازه کولو دستګاه لومړی د کلا شنکوف په ډزو ويجاړه او ورسته د زړو او سپنو په تول کې په کباړ يانو وپلورل شوه.
له بده مرغه، له هغې ورځې تر نن پورې، بيا چا د دې دستګاه د اخيستلو او فعالولو               پا ڼه نه ده اړولې . په داسی حال کې چې  د افغانستان له پاره، له هر څه نه زيات نه يوازې يوې دستګاه  ته بلکې څو دستګاوو او څو علمې مرکز ونو ته اړ تياده. څو دغه مرکزونه په هيواد کې تيری شوې او راتلونکې زلزلې ثبت او راجستر کړي .ځکه د همدغو زلزلو  له ارزونی ورسته د بيلا بيلو سيمو له پاره سيسميکی نقشې جوړيږي . او  همدغه نقشې دی چې د هغو له مخی بيا مهندسان د زلزلو په وړاندې د ودانيو مقاومت سنجوي. نو که چيرې موږ د خپل هيواد په اړه دغه ډول اساسی او ضروری معلومات و نه لرو نو بيا خو     د ابادۍ او بيا رغاونی کارونه د پوښتنې سره مخامخ کيږی.
موږ  ګورو چې همدا اوس زموږ د هيواد په لويو ښارونو کې هره ورځ  يو شمير لوړ پوړيزه ودانۍ جوړيږی چې د هغو ساختماني نقشې اکثراً له بهرينو هيوادونو څخه راوړل شوی او يا کاپي شوي  دی. په داسی حال کې چې د هر هيواد  جيولوجيکي  موقيعت د زلزلو په وړاندې يو د بل سره توپير لري. په ځنو ځايونو کې زلزلې  ډيرې سختې او په ځنو کې يا هيڅ نه وي او يا هم کمزورې وي . ا  نو که چيری موږ د خپلو ودانيو په جوړولو کې د خپل هيواد د زلزلی ځانګړی حضوصيات په نظر کې ونه نيسو، کيدای شی په راتلونکو کې  خدای مه کړه ستر  بشری ناور ينو نه را منځ ته شی.  ددې کار د مخنيوي  له پاره دکورونو اوښار جوړولو وزارت بايد پوره پاملرنه وکړي او ټولې هغه ساختماني  نقشي د خپلو مسلکي کسانو تر کلکې څارنې لاندې راولي چې همدا اوس  د هيواد په بيلابيلو ښارونو کې تر کار لاندې دي .

١نجنيراباسين 28.04.2011 12:25

<p>salam<br />rekhtia ham tase dere khe mozo ta eshara wakara pa afhganistan ke tar os dase yo mar kas nashta che da zalzaly pa ara daqeq malomat walare kala che mong ywa wadane design kawo no da zalzaly da zarayabo da sakhto stonzo sara makh kego aksra wakht mong da na malomato pa sorat ke da loyo zarebono sakha astefada kawo che da der gheree aqtesaday razee pa zene wakht ke hes pa nazar ke ham na neso che da der khtarnaka da zamong ham da hela da che da see yo makaz jor shee <br />staso da lakamyabee pa hela</p>

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.