Banner

د چين په سي چوان کې يو ځل بيا زلزله

01.09.2008 10:50

 د بي بي سي د خبر په حواله د اگست پر ٣٠ د شنبې په ورځ سهار څلور نيمې بجې (د گرينيچ د سهار په اووه نيمو بجو) د سي چوان په ايالت کې د يونان سرحدته څېرمه په بانزيهوا ښارگوټي کې  يو ځل بيا زلزله شوې ده .
د چين د شينخوا خبري اژانس ويلي چې د ډېر و بارانونو د ورېدو له امله د ژغورنې چارې ټکنۍ وې او دوى ونشو کولاى چې ډېرى ژوبل شوي خلک وژغوري .

شينخو ا زياتوي چې د تېرې ورځې زلزې ٢٢ کسان وژلي تر ١٠٠ ډېر يې ژوبل کړي او شاوخوا ١٠٠ زره د اوسېدو ځايونه يې نړولي او چىن لا هم د خلکو په ژغورلو بوخت دى .

د چين دغه دواړه سيمې د تېرې مۍ په مياشت کې هم يوې زوروې زلزلې ولړزولې، چې شاوخوا ٧٠ زره کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ .

د مۍ د مياشتې زلزله په دېرشو کلونو کې تر ټولو بده زلزله وه چې په چين کې د دوشنبې په ورځ پېښه شوه .دا زلزله چې د دوشنبې په ورځ د مۍ په ١٢ نيټه د غرمې په دوه نيمې بجې وشوه . د زلزلې مرکز د سي چوان ايالت د لوېديځې ولسوالۍ په غرونو کې و .

دغې سيمې ته غځېدلي د برېښنا او تيليفون مزي شکېدلي دي . وينچوان ته غځېدلى لوى سړک هم د مځکې د ښوويېدا له امله تړلى دى ، د بېړنو چارو او درملنې کارکوونکي ځپل شوې سيمې ته په رسېدو کې له مشکل سره مخامخې شوې دي

په چين کې د زلزلې يو انځور