Banner

افغانستان او پاکستان ، زلزلې ولړزول

30.12.2008 12:18

پرون سهار د اتو بجو په شاو خوا کې د افغانستان او پاکستان ځنې سيمې يوې سختې زلزلې ولړزولې .
 د رويټرز خبري آژانس په حواله د افغانستان شمال ختيځ ولايت بدخشان يوې سختي زلزلې لړزولى چي د مرګ ژوبلي خبر يې تر اوسه نه دى ورکړل شوى.
د خبرونو له مخي دغي زلزله چي د ريختر په حساب پنځه اعشاريه اووه درجې ثبت سوې، پر بدخشان سربېره د تر ډيورنډ کرښي هاخوا،  سوات، ګلګيت، ايبټ آباد او د کشمير ځيني سيمي او همدا راز د تاجکستان هيواد ځيني برخي هم لړزولي دي.