Banner

زلزلې د افغاتنستان ، پاکستان او تاجکستان ځنې سيمې ولړزولې

04.01.2009 08:17

بيګا شپه  په 12 بجو او 55 دقيقو  يوې زلزلې  چې دوام يې څلويښت ثانيې ،  د شدت اندازه يې   دريکټر په مقياس 5.9 درجې او مرکز يې د کابل نه 260 کيلومتره لرې د هندوکش په غرونو کې و، د افغاتنستان  ، پاکستان  او تاجکستان ځنې سيمې ولړزولې.  د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه  معلومات نه شته

يادونه بايد وکړو چې دغسې ورته زلزله څو ورځې د مخه ( 2008 م کال د ډسمبر په 29 نيټه ) چې د شدت اندازه يې  د ريختر په حساب پنځه اعشاريه اووه،  د سهار په اتو بجو ، هم منځ ته راغلې وه ، د افغانستان د ځنو سيمو سربيره   د تر ډيورنډ کرښي هاخوا،  سوات، ګلګيت، ايبټ آباد او د کشمير ځيني سيمي او همدا راز د تاجکستان هيواد ځيني برخي هم لړزولي وې