Banner

په څه ډول جوي اوضاع کې زلزلې راځي ؟

05.01.2009 12:12

دا  چې بيګاه په ٣ بجو او ٤٠ دقيقو يو ځل بيا د تيرې شپې په څير د ريکټر په کچه ٥.٨ زلزله وشوه  چې د افغانستان ، پاکستان او تاجکستان ځنې سيمې يې ولړزولې ، داپه اتو ورځو کې دريمه زلزله ده چې منځ ته راځي

 د يو شمير دوستانو سره دا پوښتنې پيدا شوي چې ګوندې په واورو او بارانونو کې زلزلې منځ ته راځي ، په دې اړه د يو شمير زياتو پوښتنو سره مخ شوم ، اړينه مې وبلله چې د خپلې  معلوماتو له مخې  يو څه وضاحت وړاندې کړم :

د زلزلې په وخت کښې جوي اوضاع:
 په لرغونو افسانو کښې راغلي چې دهرې زلزلې د راتللو نه لږ مخکې يو لړ نښې نښانې ځان څرګند وي. د دې نظر يې د پيروان په دې عقيده وو چې زلزله په مني او ياهم په پسرلي کښې منځ ته ر ا ځي. بلې ډلې ويل چې زلزله په اسمان کښې له برېښنا سره يو ځای راځي.
همدا رنګه ويل کېدل چې څاروي او الوتونکي تر ټولو د مخه د زلزلې د پېښېدو خبر راوړی شي.
ارسطو په دې عقيده و چې زلزله د باد له لګېدونه پيدا کېږي، يعنې هغه باد چې د زمکې دننه دی او دانسانانو د ساه ايستلو او اخيستلو ته ورته دی د زمکې د لړزېدو سبب ګرځی.

هغه په دې نظر و چې زلزله عموماً په منی او پسرلي کښې چې هوا ډېره وچه يا باراني وي او باد لګېږي منځ ته راځی. د هغه سره دا نظر هم وو چې د سپوږمۍ تندرنيول (خسوف) د زلزلې د پيدا کېدو سبب ګرځی.
 په زړه پورې داده چې له ارسطو نه څو پېړۍ وروسته ځنو زلزله پېژندونکو د امريکا د سانفرانسکو دزلزلې علت همدا د سپوږمۍ تندرنيول وباله.
 رومي پوه پلينی (Pliny) ليکی:

(زمکه هغه وخت لړزيږي چې سمندر بيخي غلي وي، دومره باد يا ورېځې وي چې حتی الوتونکي الوتلی نه شي...) هغه ويل چې د بېړيو ماڼوګان د دغو نښو نښانو نه د زلزلو د راتلو وړاندوينه کوي :

په الوتونکوکښې د الوتنې ناتوانی،د سمندر نا څاپی توپانی کېدل، په ټول اسمان کښې د وريځی را خورېدل.
 هغه په دې عقيده وو چې د مصر او فرانسې په هېوادونو کښې ځکه زلزلې نه کېږي چې په اوړي او ژمی کښې د زلزلو د پيدا کېدو امکان ډېر کم وي او هلته دا دواړه فصلونه ډېر زيات اوږده وي. 

 يوناني جغرافيه پوه پوزانياس (Pousanias) وايي: هغه نښې نښانې چې د زلزلې د راتګ د مخه د خپلو بنده ګانو د خبرولو لپاره را لېږل شوي  دا دي:
١. وچ کالی يا دوامداره باران.
٢. په اوړی کښې دهوا د پوالی.
٣. د اوبو د چينو وچېدل.
٤. د توندو بادونو له امله ونې له بېخه چپه کېدل.
٥. په اسمان کښې سخته برېښنا.
٦. په اسمان کښې د ستورو دځای بدلون.
٧. په زمکه کښې دننه د باد د لګېدو غرار او اوازونه.

 لنډه دا چې د تاريخ په اوږد کښې د زلزلې د راتللو په اړه ډېرې افسانه يي او خيالی کيسې ويل شوې دي خو د وروستيو څېړنو له مخې ويلی شو چې زلزلې دکال په هر موسم او هر ډول جوی اوضاع کښې منځ ته راځې او راتللي شي.

يوه جاپاني زلزله پېژندونکی د اب هوا د جوي وضعې په اړه ١٨ ډېرې سختې زلزلې چې د پنځو پېړيو په اوږدو کښې منځ ته  راغلې وي- تر څېړنې او مطالعې لاندې ونيولې. په پای کښې دې نتيجې ته ورسېد

 په ٢ زلزلو کې جوي اوضاع نورمال او يا بالکل ښه وه،  په ٢ زلزلو کښې وريځ وه. په ٣ زلزلو کښې واورې او باران ورېده. او په يوه زلزله کښې هوا سخته توپاني وه.
 يوه امريکايي زلزله پېژندونکی ورته څېړنې وکړې او په پای کښې يې وويل:

 هغه زلزلې چې ما تر څېړنې لاندې نيولې وې د هغو نه په يوه کښې هم د زلزلې په وخت کښې په اسمان کې  برېښنا نه وه.